پرمحقق ننۍ حمله، که پر قطرګزار
نظرمحمد مطمئن نظرمحمد مطمئن

 

 

پر محقق ننۍ حملې ډول ډول ګنګوسې راپورته کړي،  زه پر دي تبصره نه کوم چې دغه بريدبد کار وو، يا ښه؟ ولي د اهل تشيع پر مشرانو په کابل کې د خپل ډول مهم او سخت بريد بلل کيږۍ،  د بريد په اړه ورستنې معلومات دادي چي دا يوه بمي چاودنه وه، طالبانو هم ددې پيښې پړه پر غاړه نه ده اخستلي، د پاريس په غونډه کې محقق له طالبانو متاثره شوی وو او دهغوی په اړه يې غبرګون مثبت وو، داسي فکر کيدی چي کيدای شی محقق به له طالبانو سره په پټه خبرو ته چمتو وي، ننۍ حمله کيدای شي د محقق د ويرولو لپاره شوي وي، لومړنې راپورونه داوو چې سرتيری بريد دی، لږ وروسته وويل شول چي د بايسکل په واسطه بمې بريد شوي، وروسته معلومه شوه چي دا يوه بمې چاودنه وه.
په هيواد کې دننه او بهر ډيري داسي کړۍ شته چي نه غواړي تلپاتي سوله او ارامي راشي.
په محقق ننۍ بريد چې د قطر د دفتر د رسمي پرانستلو له ورځي سره همهاله تر سره کيږې، د شنونکو له نظره د سولي او په هيواد کې د ارامي او په راتلونکې کې د يوه داسي حکومت چې ټولو افغان ډلو ته دمنلو وړ وې دمخنيوي يوه پلان شوي هڅه وه.

د قطر د دفتر د رسمې پرانستلو سره ځينو سياسي شخصيتونو او ځينو هيوادونو مخالفت درلود، دغه مخالفتونو له تيرې يوې مياشتي ډير زور اخستی وو،  نن ورځ چې  په قطر کې د طالبانو د دفتر درسمي پرانستلو ورځ ټاکل شوي، ځينو رسنيو راپورونه خپاره کړل، چې د قطر د دفتر رسمي پرانستنه ځنډيلې ده، وروسته د ژمن ویبپانې  http://zhman.net/?p=4765راپور ورکړ چې د قطر دفتر به نن مازیګر پرانستل کيږي، د معلوماتو له مخې چې نن د ورځي په اوږدو کې هم هڅي رواني وې چي د قطر د فتر رسمي پرانستل سبوتاژ شي

پر محقق د بريد کوونکو به کيدای شي دوه لاملونه درلودل، يو داچې محقق له طالبانو څخه لا نور هم وويرول شي تر څو په پټه له طالبانو سره خبرو ته زړه ښه نه کړي.

دوېيم داچې په همدې بريد خلکو او نړۍ ته وښودل شي چې طالبان سوله او ارامي نه غواړې، داچې نن په قطر کې ددوی دسياسي دفتر د پرانستلو ورځ ده چې د طالبانو له پاره يوه لويه سياسي لاسته راوړنه بلل کيږي، په دې ورځ هم دوی په کابل کې بريدونه کوي، نو نه ښائې چې طالبانو ته سياسي دفتر ورکول شي.

 

 






June 18th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها